انصار: (دمرغومی 9مه )، اسرائیلي ځواکونو د غزې مرکزي سیمو پر لور پرمختګ کړی، چې له کبله یې هلته نږدې ۱۵۰ زره فلسطیني وګړي خپلو مېنو پرېښودو ته اړ شوي دي
د بهرنیو رسنیو د راپورونو له مخې، اسرائیلي ځواکونو د مرکزي غزې اړوند تړانګې څه د پاسه ۱۵۰ زره اوسېدونکو ته چې البریج او النصرت کمپونه هم پکې راځي ویلي، چې د جنوب البلاح ښارګوټي ته ولاړ شي.
خو ملګرو ملتونو پنځشنبه خبرداری ورکړی، چې دا کسان د تلو لپاره هېڅ ځای نه لري، ځکه په وینا یې په البلاح کې وار له مخه خورا ډېره ګڼه ګوڼه ده او دا ښارګوټی د څو زره بې ځایه شویو کسانو کوربتوب کوي.
په همدې حال کې اسرائیلي ځواکونو تېره ورځ په رفح ښار کې پر یوې ودانۍ هم برید کړی، چې له کبله یې شل کسان وژل شوي دي.
د فلسطین د عامې روغتیا وزارت چارواکي وايي، چې په دغې ودانۍ کې هم د جګړې له کبله راکډه شوي کډوال اوسېدل.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/29301